په بغلان ولایت کې د کورني کرکټ څانګې تر څارنې لاندې د ۱۱ رسمي کلپونو ترمنځ کرکټ لوبې پیل شوې دي. په دغه ولایت کې د کرکټ د پراختیايي څانګې مشر ظریف خان احمدزي رسنیو ته ویلي، چې دغه یو ورځنۍ لوبې د کرکټ بورد په ځانګړې لارښونه په بغلان کې پیل شوې چې۱۱ رسمي کلپونو په کې برخه اخیستې او لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي. د احمدزي په خبره دا یو ورځنۍ لوبې به ۳۴ ورځې دوام وکړي، چې موخه یې د تکړه لوبغاړو په نښه کول او دغه راز هېوادوالو ته د سالمې تفریح رامنځ ته کول دي.