د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، غزه کې د جنګ دواړو لورو د ۶۴۰ زره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین د تطبیق په موخه په جګړه کې پر درېیو، جلا جلا درې ورځنيو وقفو هوکړه کړې ده. رویټرز راپور ورکړی، غزه کې به د پولیو واکسین کمپاین د شنبې پر ورځ پیل شي چې جګړه به پر دغه ورځ د سهار له ۶ بجو د مازیګر تر ۳ بجو درېدلې وي.