د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۰مې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه سازمان له غړو دوه غوښتنې کړې دي. نوموړي ویلي، د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان اقتصاد کمزوری کړی او د دغې شتمنۍ د ازادولو په برخه کې باید هڅه وشي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د نورو لګول شویو بندیزونو د لرې کولو لپاره هم هلې ځلې وشي. هغه د دویمې غوښتنې په توګه د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو او نورو هېوادونو غوښتي چې د مشترکو مشروع ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي. متقي د تېر په څېر یو ځل بیا د سرپرست حکومت له لوري له ټولې نړۍ سره پر مثبت تعامل او ښه نیت ټینګار کړی.