د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د کانونو سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمن چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ – او هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونه په اړه هر اړخیز بحثونه کړي. دې کتنو کې د ټاپي پروژې برخه کې وروستي پرمختګونه مثبت ارزول شوي او په راتلونکو څو ورځو کې د یادې پروژې د هرات برخې د پرانېستې لپاره پر چمتووالي خبرې شوې دي. ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي همداراز د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې د عملي چارو د پیل تړون، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي (ټاپ) پروژې د تطبیق هوکړه لیک او د هرات-سنوبر د اوسپنې پټلۍ د عملي پلان او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د ترمینل د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک شول.