د ایران د کورنیو او بهرنیو پانګونو ګډه ټولنه وايي، په دې هېواد کې دېره افغان کډوالو له دوو لکو نیولې تر ۱۵ میلیون ډالرو پورې پانګونې کړې دي. ایلنا خبري آژانس پرون د کورنیو او بهرنیو پانګونو د ټولنې د مشرتابه پلاوي د غړي سیروس تالاري له قوله دا خبر ورکړی دی. تالاري ویلي چې ډېری دا افغانان د استوګنې د جواز د ترلاسه کولو لپاره په ایران کې پانګونې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسنادو او جایدادونو ادارې د سږني کال د غبرګولي یا جوزا په نیمايي کې اعلان وکړ چې په ایران کې د فعالو بهرنیو شرکتونو نیمايي د افغانانو دي. له بلې خوا د ایران د بهرنیو پانګونو خونې د روان کال په غويي میاشت کې رسنیو ته ویلي وو چې په ایران کې د افغانانو د پانګونو کچه د تېر یوه نیم کال په اوږدو کې دوه چنده شوې ده.