روسي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په لرې پرتې سیمه کامچاتکا کې د اېم.ای ۸ چورلکې د لوېدلو پېښه کې ۲۲ تنه مړه او د ټولو هغو جسدونه موندل شوي دي. ټاس خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ۱۹ مسافر او ۳ د چورلکې حمله شامل دي. دغه چورلکه د اګست په ۳۱ مه د شنبې په ورځ له رادار بهر او نادرکه او پرون ناوخته یې ځای وموندل شو. د پېښې د رامنځته کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ویل شوي.