د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې په کم ساري ډول د انګورو حاصلاتو له زیاتېدو خبر ورکوي. د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې تمه ده سږ کال د ۷۷۳۵ هکټاره انګورو له بڼونو ۱۲۳ زره او ۱۸ ټنه حاصلات ترلاسه شي، چې د تېر کال په پرتله بې مخینې توګه زیاتوالی ښيي. یو شمېر بڼ لرونکي بیا د طبیعي افتونو، مناسب بازار او معیاري سړو خونو د نشتوالي په اړه اندېښنه ښيي او له مسوولینو غواړي، چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي. بڼ لرونکي وايي، چې د مناسپ بازار او سړو خونو نشتوالي له امله دا مهال یو من انګور په بازار کې له ۱۶۰ تر ۲۰۰ افغانۍ پورې پلورل کېږي، او په دې توګه دوی نشي کولی چې شوي لګښتونه هم پوره کړي.