د پروان سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلاتو له ۵۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.مسوولین د شفتالو د زیاتوالي لامل پرلپسې ورښتونه ګڼي. ځینې بڼوال د سړو خونو او پلور بازار مناسب نشتوالی د اوبو کمښت او په وخت سره د مسوولینو نه پاملرنه دغه ولایت کې د کروندګرۍ او بڼوالۍ په برخه کې جدي ستونزې ګڼي. دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې سیمه ییزو مسوولینو دغه ولایت کې د انګورو او غنمو حاصلاتو له زیاتوالي هم خبر ورکړی وو.