د ولسي جرګې ګڼو غړو د ننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په هېواد کې پر روان وضعیت جدي اندېښنه وښوده. ددوی په خبره روان امنیتي وضعیت د هېواد د راتلونکې په زیان دی او حکومت نه دی بریالی شوی، چې دغه وضعیت مدیریت کړي. ددوی په وینا د حکومت چارواکي لا هم په خپلو کې په مخالفتونو لګیا دي او دا ددې سبب شوې چې جګړه ورځ په ورځ توده شي او دښمن له موقع استفاده وکړي. د وکیلانو په وینا په حکومت کې د ننه د سیاسي مخالفتونو او ناندریو درنه بیه عام افغانان ورکوي او هره ورځ د حکومتي چارواکو د بې پروایۍ له امله د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکوي. وکیلانو همدا راز پر ولسي جرګه هم نیوکه وکړه، چې دوی بریالي نه شول، څو د امنیتي ادارو مشرۍ ته وړ کسانو ته رایه ورکړي. د وکیلانو په خبره د همدې مجلس په رایه بې کفایته کسان پر لوړو څوکیو دنده ترسره کوي او دغه چارواکي د روانو جګړو په کابو کولو نه دي بریالي شوي.