په بلخ کې د شمال زون پنبې د پروسس کوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وایي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې له دغه ولایت څخه ۹۹۰۰ ټنه پنبه تر تولید او پروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. د مسوولینو په خبره د روان کال لپاره چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته د پنبې د صادرولو لپار هوډ او پلان لري. په همدې حال د بلخ کروندګر د پنبې حاصلاتو ته خوښ دي؛ خو له حکومتي چارواکو د ملاتړ تر څنګ، د کوکنارو د بدیل معیشت په توګه د نویو تخمونو، د کرنیزو وسایلو او باکیفیته درملو غوښتنه کوي. د بلخ ولایت نساجي فابریکې مسوولین پلان لري، چې د دغې کارخونې خراب شوي ماشینونه بیاځلې جوړ او فعاله کړي؛ ترڅو په کور دننه له پنبې تیکه، تارونه او ځينې نور اړين توکي تولید کړي.