وروسته له هغې چې د اوکراین یو شمېر مهمو وزیرانو او مسوولینو پرون سه شنبې له دندو استعفا وکړه، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولبا هم له خپلې دندې استعفا کړې ده. نوموړی له نړیوالو سره د اړیکو ټینګولو او د حکومت په کچه تر زیلنسکي وروسته دویم مهم کس بلل کېده. زیلنسکي ویلي، د چارو د مخکې وړلو لپاره ادلون بدلون اړین دی.