د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له رییس فاضل اکین اردوغان سره په کتنه کې د یادې ادارې کړنې ستایلې او افغانستان کې یې د ترکیې د لا زیاتو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه کړې ده. ورته مهال فاضل اکین اردوغان ډاډ ورکړی، چې هېواد یې چمتو دی د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کښت، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي.