د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې له هرو ۲ افغانانو یو یې د بې وزلۍ له امله اغېزمنېږي. یاد سازمان وایي، چې په افغانستان کې د ۸۰ سلنه کورنیو هر غړی د ورځې له یو امریکایي ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تېروي. دغه سازمان وایي، چې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره لا ډېرو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري. تر دې وړاندې هم ګڼو نورو مرستندویه بنسټونو د روغتیا، ښوونې او وروزنې او د خلکو بې کاري د اندېښنې وړ یاد کړي دي.