د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی. د یاد بانک مسوولینو دغه خبرې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په جوړه شوې غونډه کې کړې دي. په دې غونډه کې د افغانستان بانک مسئولینو د دغه بانک د ۱۴۰۲ مالي کال د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسینو سره شریک کړی دی. د مسوولینو په خبره د ۱۴۰۳ مالي کال په زمري مياشت کې د ۱۴۰۲ مالي کال د زمري مياشتې په پرتله، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی چې په پایله کې، افغانۍ د غوره ارزښت او ثبات لرونکو پولي واحدونو په قطار کې درېیم مقام خپل کړی دی.