د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کنایه ډول خندوونکي انداز کې ویلي، چې روسیه غواړي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې مېرمن کامېلا هارېس ګټونکې شي. ولادیمیر پوتین دغه څرګندونې نن د روسیې په ختیځ کې یوې اقتصادي غونډې ته کړې دي. پوتین له دې وړاندې هم د روان کال لومړیو کې په کنایه ډوله ویلي، د ټرمپ په پرتله، جوبایډن ښه سیاستوال دی. په دې غونډه کې پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه ټاکنې د امریکا د خلکو ټاکنې دي او زیاته یې کړه (څنګه چې بایډن خپلو ملاتړو ته د هارېس ملاتړکولو وړاندیز کړی و، موږ به هم همداسې وکړو؛ موږ به د هغې ملاتړ وکړو.) د پوتین له دې څرګندونو وروسته په غونډه کې ټولو ګډونوالو وخندل.