د المپیک کمېټې بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، چې تېر کال د دغې ادارې لپاره په کور دننه او بهرنیو سیالیو کې له لاسته راوړنو ډک و. د دغې ادارې عمومي رییس احمدالله وثیق وویل، تېر کال د هېواد ورزشکارانو په ۹۸بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې له دغو سیالیو یې ۹۲ مډالونه ګټلي، چې ۲۲ یې د سرو زرو، ۳۰ سپینو زرو او ۴۰ یې د برونزو دي. وثیق همداراز وویل، تېر کال یې ملي لوبډلو ته د انتخاب په موخه د ۱۴فدراسیونو ترڅنګ ټول هېواد کې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ۴زره مناسبتي، تشویقي او رسمي سیالۍ برابرې کړي دي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د هېواد د ملي دودیزو سیالیو بیا را ژوندي کولو سربېره به د ورزش ودې او پراختیا لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي.