حکمتیار وایي دوی په ولسمشریزو ټاکنو کې تر اوسه له هیچا هم ملاتړ نه دی کړی او له مشورو وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړي. د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل د علماوو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو لپاره د دوی او خپله د حزب په منځ کې له سلا مشورو وروسته به پرېکړه وکړي چې څوک ولسمشریزو ټاکنو ته دروي او که له کوم بل حزب سره په ګډه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ورکوي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې علما د هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې رغنده رول لري او هر هغه څوک چې د دوی په خوښه ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېږي باید د دوی ټولو غوښتنو ته ځواب ویونکی او مسوول اوسي. حکمتیار یو ځل بیا حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ او زیاته یې کړه، چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او خلک یې ناراضه کړي دي.