د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي چې د روان زیږدیز کال د مۍ میاشتې-تر اکتوبر پورې به ۱۲ مېلیونه او ۴۰۰زره افغانان د خوړو له شدید نهخوندیتوب سره مخامخ شي .یادې ادارې دغه راز ویلي، چې له دغه شمېرې کابو دوه مېلیونه تنه یې خوراکي توکو ته بیړنۍ اړتیا لري. د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د درې اعشاریه نهو مېلیون تنو له ډلې چې دوه اعشاریه اته مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي. بلخوا د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د خوړو د نهخوندیتوب علت د بندیزونو لګول، د هېواد د اسعاري زېرمو کنګل کېدل او اقلیمي بدلونونه یاد کړي دي.