په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې ناروې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده. اوچا دا موضوع نن پر خپله ټویټر پاڼه یوه خبرپاڼه کې لیکلې، خو دا یې نهدي ویلي چې یادې پیسې به په کومه برخه کې ولګول شي. د اوچا په وینا، ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره له اووهلسنیم میلیونه ډالرو ډېره مرسته کړې ده. د ناروې تر څنګ، سویډن، کاناډا، بریټانیا، اسپانیا او سویس هم د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره مرستې کړې دي.