د بلخ ولایت د پاسپورټ آمریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۵ میاشتو کې یې څه باندې ۲۱٦ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د پاسپورټ آمریت مسوولین وایي، چې د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۳۸ زره ۴۷۷ ټوکه پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۲۱۶ میلیونه ۱۲۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره دوی د پاسپورټونو د وېش ترڅنګ ۱۵۲ تنه خارجي اتباعو لپاره وېزې وېشلې، چې له درکه یې ۹ زره ۲۷۴ امریکایی ډالر عواید ترلاسه کړي دي. د یادولو وړ ده، چې په یاد ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده، او هره ورځ شاوخوا۱۰۰۰ تنو ته پاسپورټونه وېشل کېږي.