د کرکټ اسیایي شورا د غړو هیوادونو د استازو ترمنځ په جوړه شوې ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هم ګډون کړی و، د مالوماتو له مخې نوموړي په دغه ناسته کې د ګډون تر څنګ د بېلابېلو بورډونو له مشرانو سره کتلي او د افغانستان په کوربه توب یې د یادې شورا د سترو سیالیو د ترسراوي غوښتنه کړې ده. د افغان کرکټ بورډ مشر دغه راز د بنګله دېش له مشر سره هم د افغانستان په کوربه توب د راتلونکې لوبلړۍ په وخت ترسره کولو په اړه خبرې اترې کړې دي. د اسیایي شورا د غړو هېوادونو د مشرانو او اجراییوي مشرانو ترمنځ دغه ناسته چې د مالیزیا هېواد په پلازمېنه کولالمپور کې ترسره شوه، د اړوند هېوادونو ترمنځ پکې پر لا ډېرې همکارۍ، په ۲۰۲۴م کال کې د کرکټ اسیایي شورا د سیالیو، له ۲۰۲۴ تر ۲۰۳۱م کال پورې د یادې شورا د رسنیزو حقوقو او د نویو هېوادونو د غړیتوب په تړاو خبرې وشوې.