د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال له لوري له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر ټوپ دښتې د دویم سړک د لومړي او دویم فاز کار پیل شو. اقتصادي مرستیال په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د غزني او کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټيز پل دی چې په رغېدو سره به یې سوداګریز فعالیتونه اسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه کم او د دې لارې مسافرو ته اسانتیاوې برابرې شي. نوموړي زیاته کړې؛ د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره سوداګریز مسیر لا غښتلی کړي. د کابل – غزني دویم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه جوړېږي.