د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ مېلیونه یورو مرسته کړې ده. دغه سازمان ویلي، چې دغه بشري مرستې به د ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو په ګډون د سلګونو زرو خلکو د خوړو د خوندیتوب په موخه ولګول شي. په کابل کې د خوړو نړۍوال پروګرام خبر ورکړی، چې د اروپايي ټولنې له بودجې سره به ۶۰۰ زره کسانو سره نغدي او خوراکي، ۲۵۰ زره مېندواره او شېدې ورکوونکو ښځو او ۱۴۰ زره ماشومانو ته خوراکي مرستې ورسوي. د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په تېرو درېیو کلونو کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د خوړو د نړۍوال پروګرام له لارې ۱۵۰ مېلیونه یورو مرسته کړې.