د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۵۰ زره ډالرو په پانګونې سره د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې فعالیت پیل کړی دی. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال ویلي چې د دغه ولایت په نهرشاهي سیمه کې د غالۍ اوبدلو یوه کارخونه د یونسیار دفتر په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړی دی. هغه زیاته کړې چې یاده کارخونه د ۳ میاشتو په موده کې فعاله شوې او ۱۰۰ تنو ته په کې د کارکولو زمینه برابره شوې ده.