د برېښنا شرکت رییس وايي، دغه شرکت پلان لري چې د هېواد برېښنا ۲۴ ساعته کړي. نوموړي دغه څرګندونې د نورالجهاد سبسټېشن د پرانېستغونډې پرمهال کړې دي. د برېښنا شرکت رییس داسې مهال هېواد کې د ۲۴ساعته برښنا خبره کوي چې دا مهال د کابل په ګډون، ولایتونه هم په یوه شپه او ورځ کې څو ساعته برېښنا نهلري. په ورته مهال عبدالباري عمر یاده غونډه کې دا هم ویلي، چې له «هېچا خیرات نهغواړي» او په وینا یې، تل یې، پر پانګوالو غږ کړی، څو هېواد کې له رامنځته شوي فرصت او امنیت ګټه واخلي. نوموړي همداراز ویلي، چې صنعتکارانو ته د برېښنا برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي او هغه برېښنا چې دوی ته په کومه بیه تمامېږي، صنعتکارانو ته یې، په هماغه بیه ورکوي. د هغه په خبره برېښنا شرکت تر خپله حده خلکو ته د برښنا برابرولو کې کار کړي او په وینا یې، هڅې روانې دي چې د شته سرچینو څخه په ګټېاخیستنې خلکو ته برښنا برابره کړو.