د بلخ ولایت د پاسپورټ آمریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې څه باندې ۲۱٦ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د پاسپورټ آمریت مسوولین وایي، چې په یاده موده کې یې ۳۸ زره ۴۷۷ ټوکه پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۲۱۶ میلیونه ۱۲۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د مالوماتو له مخې یاد مدیریت د پاسپورټونو د وېش ترڅنګ ۱۵۲ تنه خارجي اتباعو لپاره ویزې وېشلي، چې له همدې درکه یې بیا ۹ زره ۲۷۴ امریکایي ډالر عواید ترلاسه کړي دي. د یادولو وړ ده، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده او هره ورځ د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې پاسپورټونه وېشل کېږي.