د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن او سبا شنبه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې-برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې ده. یادې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا په ځینو برخو کې به د باران انداز له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي. وړاندې اټکل شوی، چې د سالنګونو په ګډون به د هېواد په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې وي. ویل شوي په ځینو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.