د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې په دې وروستیو کې یې ښې لوبې کړي او د ګڼو پام یې ځان ته ور اړولی په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه د انګولا په وړاندې پيلوي. دا لوبه د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په هومو صالون کې د کابل په وخت د مازیګر په ۵ بجو پيلیږي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړو د نړیوال جام د ښه چمتووالي په هدف د ایران په مشهد ښار کې څو ورځې تمرینونه کړي او همدارنګه یې په دې وروستیو کې د انترکانتیننټال یا لویو وچو جام سیالیو کې څو ټیمونه مات او درېیم مقام خپل کړ. افغانستان به د فوټسال د نړیوال جام په سي ډله کې له انګولا وروسته دوه نورې لوبې به له ارجنټاین او اوکراین سره ترسره کړي.