په میدان وردګو کې سږ کال د مڼو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي. د یاد ولایت بڼوال وايي، چې سږ کال یې د مڼو باغونو حاصلات د پام وړ ښه شوي، خو د خرڅلاو لپاره يې مناسب بازار او د سړو خونو له نشتون سره مخ دي. د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت میوې بې سارې دي، چې روان کال یې د میوو له جملې زردالو او ګیلاس هم بهر ته صادر شول. دوی وايي، چې د میوو د ساتلو لپاره د سړو خونو د زیاتولو او غوره بازار په هڅه کې دي. میدان ورګ د افغانستان له مرکزي ولایتونو په ډلې کې دی چې د مڼو د تولید په برخې کې یې حاصلات ښه کیفیت لري.