د چاينا رېلپټلۍ دولتي شرکت د شمېرې له مخې، د سپتمبر تر ۱۴ مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د اورګاډو د تګ راتګ مزل له ۱۶۰ زرو کيلومترو څخه زیات شوی او له دې جملې څخه د ګړنديو اورګاډو د تګ راتګ مزل له ۴۶ زرو کيلومترو څخه زيات شوی، چې دغه دواړه شمېرې د ۲۰۱۲م کال په پرتله په جلاجلا توګه ٪ ۶۴.۲ او ٪ ۳۹۲.۲ زياتوالی ښيي. دغه راز د چين د رېلپټليو پيمانه، کيفيت او عصريتوب د پام وړ لوړوالی ښيي او د مسافرينو او مالونو د ليږد راليږد ، د علمي تخنيکونو نوښت او د انرژۍ د سپمولو په برخو کې يې شاخصونو د نړۍ مخکښ ځای خپل کړی دی.
شمېرې همدارنګه ښيي، د چين ۹۹٪ هغو ښارونو ته چې نفوس يې له ۲۰۰ زرو زيات دی، رېلپټلۍ غځېدلې دي او د ګړنديو اورګاډو د تګ راتګ مزل يې د نړۍ تر ټولو زیات دی او د نورو هېوادونو د اورګاډو د تګ راتګ د مزل له عمومي حجم څخه هم زياتوالی ښيي، دغه راز چين د نړۍ لومړنی هېواد دی، چې د ګړنديو اورګاډو د هر ساعت سرعت يې ۳۵۰ کيلومترو ته رسېدلی دی.