امریکایي پوځي چارواکو ویلي، چې افریقایي هېواد نایجیر څخه یې د پوځیانو د ایستلو لړۍ بشپړه شوې او یوازې محدود پوځیان دغه هېواد کې د واشنګټن د سفارت د ساتنې لپاره پاتې دي. امریکا له دغه هېواد څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ هغه مهال پیل کړه، چې د نایجیر واک د یوې کودتا له لارې پوځیانو په لاس کې واخیست او مېشتو بهرنیو ځواکونو څخه یې د دغه هېواد پرېښودو غوښتنه وکړه. د رسنیو د راپورونو په حواله نایجیر اوس مهال د لویدیځ پر ځای روسیې سره د ملګرتیا رامنځته کولو هڅې کوي.