په افغانستان کې د انټرنیټ بیې د عادي خلکو لپاره تر اوسه یوه جدي ننګونه ده. سره له دې چې افغان سرپرست حکومت څو ځله ژمنه کړې چې د انټرنیټ بیې به کنترول کړي او د خلکو لپاره به مناسب خدمتونه وړاندې کړي، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه بنسټیزه لاسته راوړنه نه ده شوې. د انټرنیټ لوړې بیې نه یوازې د عامو خلکو لپاره اقتصادي ستونزې جوړوي، بلکې د زدهکړو، سوداګرۍ، او ټکنالوژۍ په برخو کې هم پرمختګونه ټکني کوي.
په نړیواله کچه، د انټرنیټ خدمتونه په ډیرو هیوادونو کې د خلکو لپاره د ژوند یوه اړینه برخه ګرځېدلې. خو په افغانستان کې د انټرنیټ لوړې بیې او د کیفیت نشتوالی د دې سبب شوی چې خلک د دې خدمتونو څخه په سمه توګه ګټه پورته نه کړي. افغان سرپرست حکومت څو ځله ژمنه کړې چې د انټرنیټ بیې به راټیټې کړي، خو لا هم د خلکو ستونزې پر ځای پاتې دي.
د انټرنیټ لوړ لګښتونه په ځانګړي ډول زدهکوونکو، کاروباري خلکو او هغو ځوانانو ته سختې ستونزې جوړوي چې غواړي په دې نوې نړۍ کې پرمختګ وکړي. په یوه داسې نړۍ کې چې هره ورځ په ټکنالوژۍ کې پرمختګ کیږي .
افغان سرپرست حکومت د خپلو خلکو لپاره د انټرنیټ ارزانه کولو په برخه کې تر اوسه کومه د پام وړ کړنه نه ده ترسره کړې. دا مسله نه یوازې د خلکو اقتصادي حالت اغېزمنوي، بلکې د افغانستان ټوله پرمختیایي پروسه هم ځنډوي. په داسې حال کې چې نړۍ په ډېره چټکۍ سره په انټرنیټ او ټکنالوژۍ کې پرمختګ کوي، افغانستان لا هم په دې برخه کې شاته پاتې دی.
حکومت ته پکار ده چې د خلکو دې لویې غوښتنې ته په جدیت سره ځواب ورکړي او د انټرنیټ لوړې بیې په کنترولولو کې ګړندي او عملي ګامونه پورته کړي. نه یوازې دا، بلکې په انټرنیټ کې د خدمتونو کیفیت لوړول هم باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي.
د افغانانو لپاره، انټرنیټ یوازې یو خدمت نه دی؛ بلکې دا د ژوندانه یوه اړتیا ده چې له لارې یې دوی د زدهکړو، سوداګرۍ، او د نړۍ له پرمختګونو سره ځانونه نښلوي. په دې برخه کې د حکومت ناغیړي به د افغانانو لپاره لا نورې ستونزې جوړې کړي او د هیواد پرمختګ به ټکنی کړي.
په پایله کې، افغان سرپرست حکومت باید د خپلو ژمنو پوره کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي او د انټرنیټ لوړې بیې کنترول کړي ترڅو عام خلک له دې خدمت څخه په اسانه توګه ګټه پورته کړي.