د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په نومبر میاشت کې له بنګلهدېش لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي. کرېکبُز په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د افغانستان او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي. د بنګلهدېش کرکټ بورډ مشر فاروق احمد ویلي، په پام کې لري چې یاده لوبلړۍ په وېسټاېنډيز کې ترسره کړي؛ خو د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ویلي چې دا سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې وشي. د نصیبخان په خبره، افغان کرکټ بورډ د خپل سیال هېواد پرېکړې ته په تمه دی او وروسته به د لوبلړۍ بشپړ معلومات خپاره کړي.