د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې خپلې سیالې انګلستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د انګلستان په کوربتوب «کاونټي کرېکټ لوبغالي» کې تر وشوه چې د «ډياېلاېس» میتود له مخې د اسټرالیا په بري پای ته ورسېده. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې کوربه انګلستان د بېن ډوکېټ ۱۰۷، هېري بروک ۷۲، فېل سالټ ۴۵ او عادل راشد ۳۶ منډو پر مټ ۳۱۰ منډې هدف وټاکه او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل. د ټاکل شوي هدف په ځواب کې اسټرالیایۍ لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې تر ۲۰.۴ اورونو پورې ۱۶۵ منډې وکړې چې لوبه د سخت باران له امله ودرېده او د «ډياېلاېس» میتود له مخې ګټونکې اعلان شوه. اسټرالیایی لوبغاړی هيډ د ښې ځلېدنې له امله د لوبلړۍ او دغې وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د یادونې ده چې د یادې لوبلړۍ یوازې دوه لوبې انګستان وګټلې او په خپل کور کې یې ماتې وخوړه.