د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د سوک وهنې فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۵۰ مخکښو لوبغاړو ترمنځ د بوکېسنګ ( سوک وهنې ) یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. د مسوولینو په خبره د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه د غوره لوبغاړو غوراوی، د بوکسېنګ ورزش ته ودهورکول او د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکول دي. مسوولین وایي، چې په پام کې لري په راتلونکې کې هم د ولایتونو په کچه لوګر کې د سوک وهنې لوبغاړو ترمنځ ورته سیالي جوړې کړي. د یادولو وړ ده، چې په لوګر کې له دې وړاندې هم د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري بېلابېلې سیالي جوړې شوي دي.