د کندوز د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کورش فدراسیون په همغږۍ د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې دي. د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امر عزت الله سینان وویل، چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ د کورش فدراسیون په همغږۍ ترسره شوې. هغه د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودلي دي. د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په کابل کې د ۱۲ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې وې.