د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ پرون ویلي، د امريکا حکومت وایي، چې پر ټايوان به د ۳۳۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري. چيني پوځ له دې سره سخت مخالفت څرګند کړی او امريکا ته يې جدي احتجاج وړاندې کړی دی. نوموړي وويل، ټايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده، د امريکا دغه کړنه د يو چين پېژندنې له اساسي اصل او د چين او امريکا د درېيو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده، د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې، د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو ته يې زيانونه رسولي، د چين او امريکا د پوځونو اړيکې او د ټايوان تنګي سوله او ثبات يې خراب کړي دي. چين له امريکا څخه غوښتي چې سمدلاسه پر ټايوان د وسلو د پلورلو پروژه لغوه کړي، پر ټايوان د وسلو له پلورلو څخه دې لاس واخلي او له ټايوان سره دې پوځي اړيکې پرې کړي.