ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د هغو پروازونو د بیا پیل اعلان وکړ چې د ایران په ځینو هوايي ډګرونو کې د “عملیاتي محدودیتونو” له امله ځنډول شوي وو. ایران وروسته له هغې په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډولې چې اسراییلو ګواښ وکړ چې د تهران لخوا پر دغه هېواد د ۲۰۰ بالستیک میزایلو برید به بې ځوابه نه پریږدي. ایرنا خبري اژانس د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د ویاند جعفر یازرلو په حواله خبر ورکړی چې د عملیاتي محدودیت له لرې کېدو سره، د پروازونو محدودیت لغوه او پروازونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي. په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د هوايي چلند امنیتي ادارې د اروپايي هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې دې د ایران له هوايي حریم څخه لرې پاتې شي. دغې ادارې همداراز ویلي چې روان وضعیت یې تر څار لاندې دی.