د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې پړاو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته رسېدلې ده. د مالوماتو له مخې د اسیا جام د لارموندنې پړاو سیالۍ به د اکټوبر په ۱۷مه نېټه پیل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي. افغان لوبډله به د دې سیالیو په ترڅ کې په ب ګروپ کې له بنګلهدېش، کمبودیا، فیلیپين او ماکایو لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي. د فوټبال فدراسیون ویاند ویلي، چې افغان لوبډلې د چمتووالي په موخه په کابل کې تمرینات هم ترسره کړي دي.