د چين خبري اژانس د خبر له مخې، په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې په بهر کې د چين د ګټو په اړه ابي کتاب د سپتمبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې خپور شو. په دې کتاب کې ليکل شوي چې په بهر کې د چين ګټې په ثابته توګه زياتې شوي او د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر هم مخ په زياتېدو دی. په دې کتاب کې وړانديز شوی چې بايد د نړيوالو تجربو په زده کړې سره په بهر کې د چين د ګټو د ساتلو سيستم جوړ شي. په دې کتاب کې راغلي، په ۲۰۱۷ کال کې چيني پانګوالو د ۱۷۴ هېوادونو او سيمو په ۶۲۳۶ تصديو کې مستقيمې پانګونې کړې او ارزښت يې ۱۲۰ مليارډو ډالرو ته رسېدلي و. د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې چيني پانګوالو د ۱۵۲ هېوادونو او سيمو په ۳۹۹۹تصديو کې مستقيمې پانګونې کړې چې ارزښت يې څه باندې ۶۵ مليارډو ډالرو ته رسېدلي دي.