جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه دریځ

بریکس د نړیوال نظم او پرمختګ لپاره یوه نوې هیله

اکتوبر 24, 2024
in دریځ
0 0

بريکس په نړیواله کچه یو له هغو سازمانونو څخه دی چې په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي اغېزو له مخې پراختیا مومي. د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د دې سازمان ۱۶مه سرمشریزه اوس د روسیې په کازان کې پیل شوې ده، چې په نړیوال سیاست او اقتصاد کې د بدلونونو او همکاريو د نویو لارو د پلټنې لپاره یوه مهمه ناسته ده. بریکس چې د نوو غوړېدونکو او پرمختللو بازارونو تر منځ د تعامل او همکارۍ چوکاټ په توګه پیژندل شوی، اوس د خپلو غړو هېوادونو او په ځانګړي ډول د غربي نړۍ لپاره د اقتصادي او سیاسي ځواک د تبادلې او پراختیا پر یو مهم ځواک بدل شوی دی.
د بریکس سازمان تر دې دمه مصر، ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایتوپیا ته غړیتوب ورکړی او د دې سازمان د غړو شمېر یې له پنځو څخه لسو هېوادونو ته لوړ شوی دی. د بريکس په غړيتوب کې د پراخېدو دغه لړۍ د دې څرګندونه کوي چې ډېری هېوادونه د دودیز نړیوال نظم څخه ناراضه دي او غواړي چې د بريکس په څېر بدیلو نړیوالو جوړښتونو کې برخه واخلي. د راپورونو له مخې، تر ۳۰ زيات نورو هېوادونو هم په دې سازمان کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده، چې ډېری یې د نړۍ غربي هېوادونه دي.
بريکس د همکاريو ميکانيزم په بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعاله کړنه لري. په مالي برخه کې، بريکس دوه مهم مالي بنسټونه رامنځته کړي، چې یو یې نوی پرمختیایي بانک او بل یې د مشروطې پانګې ترتیب دی. دا مالي بنسټونه د بريکس د غړو هېوادونو او نورو نويو غوړېدونکو هېوادونو لپاره د زيربنايي پروژو په تمويل کې مرسته کوي. د دغو بنسټونو هدف د بېوزلۍ له منځه وړل، د ودې دوام، او د سرچینو عادلانه وېش دی. بریکس د څو سکټوري همکاریو په چوکاټ کې د کرنیزې ټکنالوژۍ څخه نیولې تر نوښتونو، او حتی فرهنګي او تعلیمي همکاریو پورې، هره برخه شامله کړې ده. د مثال په ډول، د چین او برازيل تر منځ کرنیزې همکارۍ د برازيل د کرنيزو توکو صادرات چین ته زیات کړي او په برازيل کې یې د مصنوعي ځيرکتیا او زرغونې ودې د پرمختګ بنسټونه کېښودل.
د بریکس لپاره اصلي موخه د نړيوالې همکارۍ، پرمختګ او متوازن اقتصادي سیسټم رامنځته کول دي، په داسې حال کې چې د لويديځ له اقتصادي او سیاسي سلطې څخه خلاصون د دې سازمان یوه ستره تګلاره ده. د دې سازمان غړي هېوادونه هڅه کوي چې د خپلې ملي خپلواکۍ او اقتصادي پراختيا لپاره له یو بل سره همکاري وکړي او له نړیوال سیستم څخه خپل عادلانه ځای ترلاسه کړي. دا هغه څه دي چې د لویدیځ د سلطې له نظام څخه ستړي شوي ملتونه غواړي او د بریکس په غړو کې یې هیله لیدل کېږي.
د چين جمهور رئیس شي جين پينګ په تېر اګسټ کې د بريکس په ۱۵مه سرمشریزه کې په سویلي افریقا کې یادونه وکړه چې بریکس د نوي نړیوال لیدلوري د رامنځته کولو لپاره یو مهم ځواک دی. هغه ټینګار وکړ چې د بريکس غړي هېوادونه د نړیوال پرمختګ او د خپلو ګډو موخو لپاره په خپله لاره روان دي. بريکس اوس د يوې جامع همکارۍ چوکاټ رامنځته کړی، چې د هر غړي هېواد د ملي ګټو په خونديتابه کې مرسته کوي او د نړیوالې سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول لوبوي.
دا همکاري یوازې په اقتصاد پورې محدوده نه ده؛ بریکس د ټولنیزو او کلتوري همکاریو په برخه کې هم فعال دی. د کلتوري تبادلو له لارې، د بريکس غړي هېوادونه کولی شي یو د بل فرهنګي او تاریخي میراثونه درک کړي او له يو بل سره د درناوي او تفاهم په روحيه کې پرمختګ وکړي. د بریکس نوښتونه د کلتور، تعلیم، او روغتیایي خدماتو په برخو کې هم د پام وړ دي، چې دا سازمان په یوه پراخ ډګر کې د همکارۍ په لور وده کړې ده.
بريکس نه یوازې د خپلو غړو هېوادونو لپاره بلکې د هغو هېوادونو لپاره چې په دې سازمان کې د شاملېدو هیله لري، یو ستر فرصت دی. د بريکس همکارۍ د نړيوالې سولې او پراختيا لپاره د یو نوي بدیل په توګه د نړۍ په کچه د ملاتړ وړ ګرځېدلې دي. د بریکس ۱۶مه سرمشریزه نه یوازې د دې سازمان لپاره یو نوی پړاو دی، بلکې د نړیوالې سولې او امنیت په ټينګښت کې د څو اړخیزتوب د پیاوړتیا لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي.
د بریکس سازمان په راتلونکي کې کولی شي د نړيوال اقتصادي نظام د متوازنولو او د نړيوال عدالت د لوړولو لپاره خپل د پام وړ رول لوبولو ته دوام ورکړي. د بریکس دغه ۱۶مه سرمشریزه د دې سازمان د غړو د شمېر تر دوه برابره کېدو وروسته لومړنۍ سرمشریزه ده، او دې سره به بریکس په نړیوال سیاست او اقتصاد کې خپل اغېز لا زیات کړي.
په نړيواله کچه د بریکس رول اوس تر بل هر وخت زيات مهم شوی، ځکه چې د نړيوالې سولې او عدالت لپاره هڅې دوام لري او د نړيوال ثبات لپاره دغه سازمان یوه رڼا او د عدالت یو مهم ځواک بلل کېږي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د بنين منتخب ولسمشر روموالډ واډاني ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

اپریل 24, 2026

چين: ټول هېوادونه دې د چيني عصريتوب له پرمختيايي ګټو برخمن شي

اپریل 24, 2026

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين کرنيزو چارو او اقتصاد ښه پرمختګ موندلی

اپریل 24, 2026

د جرمني او برېتانیې رسنۍ: چین د انرژۍ په اوسني بحران کې ګټونکی دی

اپریل 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In