د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۷ ولایتونو څخه د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې. د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د ولایتونو تر منځ یووالی رامنځته کول ښودل شوی. د دې سیالۍ ګډونوال له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دې دودیز ورزش ته ډېره پاملرنه وکړي. د یادونې وړ ده، چې غزني ولایت د دې دودیزې لوبې لپاره معیاري لوبغالی نه لري او د دې برخې لوبغاړي، له سرپرست حکومت څخه د معیاري لوبغالي جوړولو غوښتنه کوي.