د بادغيس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په خالق اباد سیمه کې د یوې پوستې نهه سیمه ییز پولیس له وسلو سره یو ځای له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي دي. د ابکمري ولسوال صالح محمد بېک وویل، دغه نهه کسان تېره شپه له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي دي. نوموړي په دې اړه له جزیاتو پرته وویل، د دې پوستې سیمه ییزو پولیسو خپلې وسلې هم له ځان سره وړې دي. د خالق اباد سیمه د ابکمري ولسوالۍ له مرکز څخه درې کیلومتره لرې پرته ده. د دولت مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.