د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د ولسی جرګې را روانو ټاکنو کې د نوماندانو له خوا پر ټاکنیزو سیالیو د پیسو د مصرف کچه اعلان کړه. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د ټاکنو د قانون د ۷۷ مادې له مخې په ولایتونو کې په ټاکنیزو سیالیو کې د نوماندانو د پیسو د مصرف کچه د رایې ورکوونکو، مساحت او د ټاکنیزې حوزې د جغرافیاوي موقعیت پر بنسټ ټاکل کیږي. هاشمي زیاته کړه، چې تر ټولو کم لګښت په لوګر ولایت کې د اتو سوو زرو افغانیو نه نیولې تر ۹۲۰ زرو افغانیو پورې دی او په کابل ولایت کې تر ټولو لوړ مصارف د دوه میلیونه او درې سوه زره افغانیو نه تر دوه میلیونه او ۶۵۴ سوه زره افغانیو پورې دي. په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوا لا ویلي، چې تول نوماندان مکلف دي، څو په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو سیالیو لپاره د غونډو د جوړیدلو د امنیت د ټینګیدو لپاره په کابل او ولایتونو کې د دغه کمیسیون دفترونو ته له وړاندې خبر ورکړي.