د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، روان کال د چين مرکزي ټلويزيون د جوړېدو او د نوي چين د ټلويزيوني چارو د جوړېدو له ۶۰مې کاليزې سره برابر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نن د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او له ياد ستېشن او د چين له تلويزيوني کارکوونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې د نړيوالې لومړې کچې او نوي ډول د داسې عمده خبري رسنيو د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي چې د لارښوونې، خپرونې او اغېز په برخو کې ځواکمن وي. شي جين پينګ د مبارکۍ په پېغام کې د چين د تلويزيوني کارکوونکو ستاينه کړې چې په تېرو ۶۰ کلونو کې يې د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د خلکو زړونو اوازونه څرګند کړي او مثبتې انرژۍ يې خپرې کړې او د ګوند او خلکو د چارو لپاره يې خدمتونه کړي دي. شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن له تاسيس راهيسې د ښو پروګرامونو د جوړولو لپاره هلې ځلې کړې او نړۍ ته يې يو رښتينی، جامع او هراړخيز چين ښکاره کړی.