د هند سوداګریز کرکټ لیګ ( ای پي ایل) سیالیو د لوبډلو لخوا د لوبغاړو د پېر(بولۍ) مراسم به ۷ ورځې وروسته دا ځل د سعودي عربستان په جده ښار کې تر سره شي. دې لیګ ته له ۱۶ مختلفو هېوادونو څخه ۴۰۹ بهرنیو لوبغاړو نوملیکنه کړې ده، له دې جملې څخه ۲۹ یې افغان لوبغاړي و، چې وړاندې شوي وو او یوازې ۱۸ یې شارت لېست شوي دي. دغه راز د هند له داخلي لوبغاړو څخه به ۱۱۶۵ لوبغاړي په بولۍ کې پېرلو ته وړاندې شي، چې له دې سره ټولټال به ۱۵۷۴ لوبغاړي د ایپياېل بولۍ مراسمو کې پېرلو ته وړاندې شي. افغان لوبغاړی راشد خان بیا ګجرات له بولۍ پرته د ۱۸ کروړه هندي روپیو په بدل کې ځان سره ساتلی دی. د یادولو ده چې د ایپياېل د نړۍ په کچه ستر سوادګریز لیګ دی چې له راشد خان پرته پکې نور احمد،محمد نبي ، اللهمحمد غضنفر، نوین الحق، عظمتالله عمرزی، ګلبدین نایب، رحمنالله ګربز او فضل الحق فارقي له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلي دي.