د متحده عربي اماراتو لس اوریز کرکټ لیګ (ټي ټېن) اتم پړاو سیالیو اتلولي د ډیکن ګلاډیټرز وګټله. په پایلوبه کې موریسویل سامپ ارمي په لسو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه، چې ۱۶ منډې په کې افغان لوبغاړي کریم جنت جوړې کړې. ډیکن ګلاډیټرز لوبډلې دا هدف په ۶.۵ اوورونو کې ترلاسه کړ او دا اتلولي یې خپله کړه. د یادې لوبډلې پيلیز توپ وهونکي د ټام کوهلر-کادمور په ۲۱ توپونو ۵۶ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې مهم رول ولوبوه. د موریسویل سامپ ارمي په لوبډلې کې د کریم جنت ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي حمزه هوتک او قیس احمد هم لوبېدل. د ټي-۱۰ په تجارتي لیګ کې د افغانستنان او نړۍ لسګونو مشهورو لوبغاړو برخه اخیستې وه.