د المپیک د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولین وايي، چې د کابل په یکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې دي. د یاد ریاست مسوولینو ویلي چې په دغو سیالیو کې د سرپل، تخار، هرات، فاریاب، یما پټرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشیر، بلخ ، سمنګان او کندوز لوبډلو ګډون کړی، چې د هېواد چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان چاپندازنو هم په کې شتون لري چې لس ورځې به دوام وکړي. لوموړۍ لوبه د سرپل او او فاریاب لوبډلو ترمنځ پیل شوه چې د ۷/۰ امتیازونو په توپیرسره د سرپل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ماتې ورکړه. د یادونې وړده، چې سبا به د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او زابل ولایتونو ترمنخ د نیزه وهنې سیالۍ هم پيل شي.