په هر هیواد کې د عامې روغتیا پرمختګ د درملو د کیفیت او معیاري تولید له پیاوړتیا سره تړلی دی. په افغانستان کې د درملو کیفیت د ټولنې د ژوند د ساتنې لپاره یوه حیاتي اړتیا ده چې باید جدي وڅارل شي. د غیر معیاري او ټیټ کیفیت درملو شتون نه یوازې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د روغتیايي سکتور پر وړاندې یوه ستره ننګونه هم ده.
افغانستان ته هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت درمل واردیږي، خو د کیفیت کنټرول اغیزمن سیستم نشتون د دې درملو کارونه له شک او اندیښنو سره مخ کړي دي. ډېری وخت د سرحدونو له لارې ټیټ کیفیت درمل واردیږي، چې په بازارونو کې د معیاري درملو ځای نیسي او د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د دې حالت د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د ټولو واردیدونکو درملو د کیفیت د کنټرول یو اغیزمن او د باور وړ سیستم جوړ شي. د روغتیا وزارت باید د درملو د وارداتو هره پروسه په دقت څار کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې یوازې د نړیوالو معیارونو سره سم درمل بازار ته داخلیږي.
له دې سره، په افغانستان کې د درملو د تولید د صنعت پراختیا باید د ملي لومړیتوبونو له ډلې څخه وي. د درمل جوړولو موجودې فابریکې د تخنیکي امکاناتو، ټکنالوژۍ او مالي ملاتړ د کمښت له امله د نړیوالو معیارونو پر بنسټ فعالیت نشي کولی. افغان سرپرست حکومت باید د کورنیو تولیدوونکو لپاره د زیربناوو د ښه کولو، خامو موادو د برابروالي او د متخصصو کارمندانو د روزنې لپاره جدي هڅې وکړي.
همدارنګه، د نړیوالو پانګوالو لپاره د پانګونې یو خوندي او باوري چاپېریال رامنځته کول اړین دي. که حکومت د درمل جوړولو په برخه کې بهرنیو پانګوالو ته د باور وړ امتیازات ورکړي، نو افغانستان کولی شي په دې برخه کې د سیمې په کچه یو مهم مرکز شي.
په دې لړ کې د قانوني چوکاټونو پیاوړتیا هم بنسټیزه ده. د درملو د وارداتو او تولید لپاره باید روښانه، اغیزمن او د نړیوالو معیارونو سره سم قوانین رامنځته شي ترڅو د غیر معیاري درملو تولید او واردات په کلکه منع شي.
د درملو د کیفیت د څار لپاره معیاري ازمایښتي مرکزونه باید په ټولو مهمو بندرونو او ښارونو کې فعال شي، ترڅو د غیر معیاري درملو د واردیدو مخه ونیسي. دغه مرکزونه به د درملو د تولید، وارداتو او صادارتو په هره برخه کې د کیفیت ډاډمن پلي کول یقیني کړي.
که افغان سرپرست حکومت په دې برخو کې جدي اقدامات وکړي، افغانستان به نه یوازې د درملو د وارداتو اړتیا کمه کړي، بلکې د خپلو وګړو د روغتیا د ساتنې لپاره به یو باوري روغتیايي سیستم هم ولري. د معیاري درملو تولید او د واردیدونکو درملو کیفیت څارنه یوازې یو حکومتي مسؤلیت نه دی، بلکې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره یو ملي لومړیتوب دی چې باید په جدي توګه پلی شي.