د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو غوښتي د اتومي بم له تر لاسه کولو د ایران مخنیوي کې له امریکا سره په ګډه کار وکړي. نوموړي امنیت شورا ته وویل، هر څوک چې پر ایران د امریکايي بندیزونو پلي کولو کې پاتې راشي له سختو عواقبو سره به مخ شي. نوموړي پر ایران او روسیې تور پورې کړ، چې د سوریې له حکومت سره یې د عاموژنې لپاره ددوی په پیاوړتیا کې مرسته کړې ده، خو ټرمپ په ورته مهال له ټولو درېیو هېوادونو مننه وکړه، چې د سوریې ادلب کې یې پر حکومت مخالفو وسله والو له برید کولو ډډه کړې. د امریکا ولسمشر د امنیت شورا په غونډه کې پر چین هم نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه هېواد غواړي د امریکا راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې د لاسوهنې له لارې د جمهوریت غوښتونکي ګوند د بریا مخه ونیسي. له هغه وروسته امنیت شورا ته وینا کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل، هېواد یې د هېڅ بل هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.